Wednesday, June 11, 2014



د شهید احمدشاه مسعود بنسټ له ډاکټرعبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ


د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په پراخه غوړلېدلې لمن ورځ په ورځ نوي ګلونه را ټوکېږي. هره ورځ دا رنګینه تابلو په نویو رنګونو او رنګارنګ ګلونو ښکلې کېږي، چې د ملي يووالي د پياوړتیا او د په دویم پړاو ټاکنو کې ترې د بریا خوشبويي او وږم له ورایه ښکاري. 
د شهید احمدشاه مسعود بنسټ په یوه ستره غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم خپل ملاتړ اعلان کړ. په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې د یاد بنسټ مشر احمدولي مسعود وویل، چې په دویم پړاو ټاکنو کې دی او پلویان یې له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.
هغه په دویم پړاو ټاکنو کې د خپلو پلویانو په ګډون د ټینګار ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.
ښاغلي مسعود هیله وښوده، چې خلک به په ټاکنو کې په پراخ ګډون سره، ترهګرۍ، درغلیو او هغو کسانو ته چې پر ډاکټر عبدالله عبدالله یې برید ترسره کړ، کلک ځواب ورکړي. ده وویل، په دویم پړاو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په بریا باوري دي.
په همدې حال کې د و لسمشرۍ مخکښ نوماند او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله غونډې ته په خپله وینا کې د شهیدمسعود د بنسټ او د هغه د مشر د ملاتړ له امله د مننې ترڅنګ په هېواد کې د ولسواکۍ په بنسټیز کولو او د برخلیک ټاکلو لپاره د رایې د حق په کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل، هر کس باید د یوې رایې د کارولو حق ولري.
د هغه په وینا، هر افغان باید ازادانه وکولای شي، چې په ټاکنو کې ګډون او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي. ده وویل: (( رایه چې هر چاته ورکوئ حق مو دی. هیڅوک حق نه لري په تاسو فاشر راوړي او یا تاسو وګواښي.))
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، د رایو اخیستلو لپاره له بېلابېلو لارو ګټنه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم موخه نه ده؛ بلکې د دې ټیم هیله دا ده چې د افغان ملت پاکې رایې ولري. هغه وویل، هیڅوک نشي کولای چې په درغلیو د ټاکنو بریا خپله کړي. 
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د مشر په خبره، هغه څوک چې په درغلیو د ځان د بریالي کېدو هڅې کوي په حقیقت کې یې ماتې خوړلې او له بریالیتوب سره ډېر واټن لري.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو په پراخ ګډون سره دې د خپلې رایې وکاروي او د درغلیو مخه دې ونیسي.
ښاغلي عبدالله وویل، احمدولي مسعود په تېرو څو کلونو کې د واک او څوکۍ هڅه نه ده کړې او له اصلاحاتو او همپالنې ملاتړ یې هم د خود ګذرۍ نښه ده.
عبدالله همچنان افزود که برای پیشرفت کشور، نیاز به همکاری نزدیک نخبگان، استادان، آگاهان و متخصصان کشور است.
ده وویل: (( زما ورور احمدولي مسعود، په همدومره وخت کې د څوکۍ او مقام هیله نه درلوده؛ ده یوازې او یوازې د افغانستان او د هېواد د راتلونکي د سلامتۍ لپاره فکر کړی دی.))
د ولسمشرۍ دغه مخکښ نوماند په دې باور دی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د هغه رسېدل، د خلکو د هیلو پوره کېدل، د ستونزو رفع کېدل او د ننګونو د حل لارو موندل دي.
احمدګلاب

No comments:

Post a Comment